ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه 99 تنه مجاهدین فارغ شوي

 د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۹ تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي.

په فراغت غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم‌ حذیفه، د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم حقاني، دښوونځیو قوماندانانو، ګن شمېر مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

د غونډې ویناوالو فارغ شویو مجاهدینو څخه غوښتي، چې له ترلاسه کړو مسلکي زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم او ثبات په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړي.

همداراز تازه فارغ شوو مجاهدینو د اسلامي نظام د تحکیم او ثبات لپاره هر ډول سرښندونو ته چمتووالی ښودلی.