ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خيرالله خیرخواه: د عامه کتابتونونو غني کول د ټولنې اړتيا او زموږ لومړیتوبونه دي

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه د هنر او کلتور مرستیال ښاغلي عتیق الله عزيزي او د عامه کتابتون رییس ښاغلي عبيدالله په شتون کې د عامه کتابتون څخه لیدنه کړې.

د عامه کتابتون رییس خپلې لاسته راوړنې، نوښتونه، شته ستونزې او وړاندېزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي او د همکارۍ غوښتنه يې کړې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي، چې د عامه کتابتونونو غني کول د ټولنې د افرادو اړتيا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې امکاناتو ته په کتو نور هم هڅه کوو، چې د کتابتونونو په بيا رغونه او د کتابتونونو د شمېر په زياتوالي کې ډیروالی راولو، تر څو خلک وکولای شي چې په اساني سره عامه کتابتونونو ته لاس رسی پیدا او په پراخه کچه يې له ګټو برخمن شي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه د کتابتونونو اړوندو د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.