د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د خپلواکۍ د دویمې کليزې په مناسبت دا ورځ پر افغانستان د یوه بشپړ اسلامي نظام حاکېدو لپاره د ۲۰ کلنې مبارزې پایله ګڼلې ده.
“دا ورځ پر افغانستان د یو بشپړ اسلامي نظام حاکمیدو لپاره د۲۰ کلنې مبارزې پایله ده.
دغه راز که د افغانستان د مسلمان، متدین او غیرتي ولس رضایت او ملاتړ له زموږ سره نه وی په دې ۲۰ کلنه مبارزه کې مو کامیابي نه شوه ترلاسه کولی بلکې دا د خلکو رضایت او په حقیقیت کې د څښتن تعالی نصرت وو. “
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې موږ داخلي مشروعیت او د ولس بشپړ رضایت لرو.
“موږ د داخلي مشروعیت پرته د دې انقلاب د کامیابۍ پړاوو ته نه شو رسیدلی او نه مو دا دوه کلن حکومت کولای شو، نو دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ داخلي مشروعیت، همغږي، ورورولي، شفقت او د ملت رضایت لرو. “
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت یو شرعي نظام دی، چې د هر چا خپل صلاحیتونه پکې معلوم دي او هر مسول د سلسله مراتب په اساس جواب ورکوونکی دی.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت سالمه پالیسي له نړۍ سره ښه تعامل او مثبتې، مشروعې او هغه غوښتنې چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي منل، ښودلي دي.
دغه راز د اسلامي نظام ساتنه یې د مجاهدینو تر څنګ د ټول افغان ولس دنده ګڼلې ده.
“۲۰ کلنه مبارزه مجاهدینو د امتیازاتو د ترلاسه کېدو لپاره نه ده کړې، بلکې د خدای ج رضایت او د اسلامي نظام د بقا لپاره وه، مجاهدینو د خپلو قربانیو اهداف ترلاسه کړي دي. اوس چې اسلامي نظام راغلی نو د دې ساتنه به د مجاهدینو ترڅنګ د افغانستان متدین ملت هم کوي. “
مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت د ټولو افغانانو ګډ حکومت ګڼلی او ویلي یې دي، چې نړۍ په عملي ډول افغان حکومت په رسمیت پېژندلی او کابل کې د بېلا بېل هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي.
“اسلامي امارت کې د مجاهدینو سربیره د تېر حکومت ۵۰۰ زره مامورین کار کوي، نو له دې معلومېږي چې دا حکومت د افغانانو شریک حکومت دی.
دغه راز نړۍ که د رسمیت پيژندلو اعلان نه دی کړی، خو موږ یې عملاً په رسمیت پیژندلي یو، په کابل کې د نړۍ مختلف سفارتونه خلاص دي او دا د نړۍ لپاره عملي رسمیت پیژندل دي. “
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان د نورې نړۍ د وصل نقطه وګرځوي، د دې هېواد ناامني سیمې او نړۍ ته ګواښ دی او له همدې امله نړۍ د اسلامي امارت رسمیت پيژندلو ته اړتیا لري.