د عدلیې وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت د قانون جوړونې او علمي تحقیقاتو انسټیټوټ رییس مفتي فضل الهادي صاحبزاده ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د قانون، مقررې او اساسنامې په ګډون، د ۴۹ تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق چارې بشپړې او د اړوند مراجعو په واک کې ورکړل شوي دي.
نوموړي ویلي، وزارتونو او ادارو ته په بېلابېلو برخو کې په رسمي ډول ۲۵۹ حقوقي مشورې ورکړل شوي دي.
مفتي فضل الهادي صاحبزاده زیاته کړې، چې په تېر کال کې۱۷ زره او ۵۰۶ حقوقي دوسیو او ۷۹ زره او ۵۷۲ عریضو ته رسېدنه شوې او اته زره او ۳۲۸ کورنۍ، مدني او سوداګریزې حقوقي قضیې محکمو څخه مخکې او یو زر او ۳۴۳ مدني، سوداګریزې او حقوقي دوسیې د محکمو تر پریکړو وروسته تطبیق شوي.
د ښاغلي صاحبزاده په وینا، د حقوقي پوهاوي د زر برنامو له لارې ۵۵ زره او ۷۸۱ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکول، ۵۸۶ اړو اتباعو ته د حقوقي مشورو وړاندې کول، د مساعدینو او مبلغینو لپاره د څلور زدکړه ییزو برنامو په لار اچول او د مبلغینو له فعالیتونو څخه څارنه د حقوقي مساعدتونو برخه کې د وزارت لاسته راوړنې دي.
دغه راز د تقنیني او رسمي سندونو د ژباړې برخه کې د تقنیني سندونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ۹۶۸ سندونو د ژباړې او تصحیح چارې بشپړې او د ژباړې ۲۸ جوازلیکونه صادر شوي دي.
د قانون جوړونې او علمي تحقیقاتو انسټیټوټ رییس زیاتوي، د دفاع وکالت د ۱۴۰۱ جوازلیکونو نوي کول، د مالیاتي بېلانس د ۱۶۰۰ فورمو وېش، له مدافع وکیلانو او موکلینو څخه د شکایت ۱۷ عریضو ته رسېدنه، په دوامدار ډول د دارالوکالو څارنه او کنترول او د هېواد په زونونو کې د مدافع وکیلانو د آمریتونو رامنځته کول د مدافع وکیلانو برخه کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.
مسولینو د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت له عمده پلانونو څخه؛ د ۶۴ تقنیني سندونو تسوید، تدقیق او چاپول، د هېواد په کچه د بېوزلو مظنونینو او تورنو له حقوقو څخه دفاع، د عامه شتمنیو له ۳۰۰۰ دوسیو څخه دفاع، د ټولنو، معاملو لارښوونو او عریضه لیکونو د جوازونو ثبت او نوي کول، د مدافع وکیلانو د فعالیت جوازلیکونو وېش او نوي کول او د دارالوکالو څارنه او کنترول یاد کړي.