ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو وغندله

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د ټولې سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د ټولي سيمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندي او دا يوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي، چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطيني ولس بشري کړکېچ به لا زيات کړي.”

د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو موثرو لوریو په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کړی، چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوليت ادا کړي او پرې‌نږدي چې په غزه کې وار له مخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي. دغه‌راز ژر تر ژره بايد په دې تړانګه کې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمينه برابره شي.

اسرائیلي رژیم د نتانیاهو هغه پلان تصویب کړی، چې له مخې یې غواړي غزه په بشپړ ډول کنترول کړي.

د دې پلان له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.