زرګونه اسرائیلیانو تېره شپه په اشغال شویو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري د غزې د نیولو د طرحې پر ضد لاریون کړی.
دوی د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د زندانیانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
لاریونوالو له ټرمپ هم غوښتي، تر څو د نتانیاهو د جګړهغوښتونکو سیاستونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې د اشغال پرېکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د ټولې سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده، چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطيني ولس بشري کړکېچ به لا زيات کړي.
دغهراز د دې پلان له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

