ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اهل تشیع علماوو سره د ډاکتر ملا عبدالواسع لیدنه؛ اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د اهل تشیع علماوو او متنفذینو له یو شمېر استازو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سید صوفي ګردېزي، سید حسن شریفي بلخابي او محمد اسحاق صفدري د نورو په استازیتوب خبرې کړي او د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ یې نږدې اړیکي او همغږي ستایلې ده.

دوی ویلي، چې اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي، ورسره نېکې اړیکې لري او د هغه تر سیوري لاندې په ښه تفاهم او تعامل ژوند ته خوشاله دي.

دغه‌راز له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهل تشیع علماوو او متفذینو استازو د اوبو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له وجې په هرات، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سرپناه ستونزو ته د رسېدنې، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا په موخه خپل ځانګړي وړاندیزونه او ستونزې په لیکلې بڼه شریکې کړې دي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه خپل مسولیت بولي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي نظام او ولسونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د اهل تشیع علماوو او متفذینو د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي د اهل تشیع علماوو او متنفذینو د هر وړاندیز په اړه ځانکړې لارښوونې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې له اړوندو مراجعو سره به یې شریک کړي.