د عامې روغتیا وزارت وایي، د بهرنیو او کورنیو ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې لړۍ پیل شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه څارنه د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي، ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کوي.
د ارزونې یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې له سنان، امید، سروري او السید روغتونونو او عمر هادي کلینیک څخه څارنه ترسره شوې او اړوندو مسولینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه اړینې سپارښتنې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزونې دغه بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانینو د پلي کولو په موخه عملي شي او د مسولینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

