د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص او مل پلاوي کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې اړوند ملي او ولایتي پروګرامونه، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لارې چارې، د ښارونو د شنو ساحو پراختیا، د اوبو د سرچینو ساتنه او د خلکو د چاپېریالي پوهاوي لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي خالص د کندوز د چاپېریال ساتنې په برخه کې ترسره شوي کارونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د ولایتي ادارې، اړوندو ادارو او خلکو ګډ کار کولای شي د چاپېریال د ښه والي لپاره اغېزمنې پایلې ولري.
د کندوز ولایت مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د چاپېریال د ساتنې او پرمختګ لپاره به اړوندې ادارې او ولس په ګډه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا سفر د چاپېریال د ساتنې په برخه کې د ګډو عملي ګامونو د پورته کولو په موخه ترسره شوی دی.

