څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۱مه) د الفتح عملیاتو په لړ کې د غزني مرکز د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتحه شو.
دا تاریخي ورځ د غزني اوسېدونکي او مسولین د ویاړلې ورځې په توګه یادوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د زمري پر ۲۱مه د بېعدالتۍ او زورزیاتي ټغر ټول شو او خپلوک اسلامي نظام حاکم شو.
دوی زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د قومونو تر منځ د اتحاد او ورورولۍ فضا حاکمه شوې ده.
د غزني اوسېدونکي وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول ولایت کې ثبات ټینګ شوی او خلک د امن په فضا کې خپلو وروځنیو چارو ته دوام ورکوي.
د اسلامي امارت یو شمېر مجاهدینو، چې د غزني په تاریخي فتحه کې یې برخه لرله، وايي، چې دا فتحه د کلنو قربانیو، اخلاص او یووالي پایله وه.
لومړنی ولایت نیمروز و، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو.
د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم وغځېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

