د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال تېره ورځ د زمري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د عایداتي فرصتونو راپور وړاندې شو او له هراړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شو.
د دې راپور له مخې، مالیې وزارت ۱۷ هغه عایداتي منابع په ګوته کړې چې په بیاځلې فعالېدو او سم مدیریت سره یې په کلني ډول د حکومت خزانې ته په لسګونو میلیارده افغانۍ عواید جمع کېدلی شي.
همدارز دغه راپور د تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.
غونډې ته د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغو کې د شته نمرو د وېش په اړه د جوړ شوي طرزالعمل راپور هم وړاندې شو.
دغه طرزالعمل د یوې ګډې کمېټې له لوري جوړ شوی، چې تر توشیح وروسته به پلي شي.

