د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د (UNOPS) ادارې په مالي مرسته او د ډاکار موسسې په همکارۍ د ننګرهار کوټ ولسوالۍ په بربیټاني، کوز بیټاني، شاه ځوانو، لکڼۍ او اشرف خیلو کلیو کې د ۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پینځه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
په یادو پروژو کې د ۴۱ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو او د ۱۸ کیلومترو په اوږدوالي د کانالونو بیارغول او د یو زر او ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د نویو سړکونو جوړول شامل دي، چې په دغو پروژو کې اته زره ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د دغو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د یادو کلیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوي.