د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون او د کورنيو چارو وزارت د مرستیال ملا رحمتالله نجيب په مشرۍ د دې کمېسیون په نوبتي غونډه کې د زمري ۲۴مې ورځې په نمانځنه بحث شوی.
ګډونوالو یاده ورځ د بېدریغه قربانیو پایله او د الله ﷻ یو ستر احسان بللی او همدارنګه، د آزادۍ او خپلواکۍ ارزښت د ټولو ارزښتونو څخه لوړ او افغان ولس ته د خدای ﷻ ورکړي حق په توګه یاد شوی دی.
په دې غونډې کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، څو د دې مبارکې ورځې په مناسبت له هر هغه کار څخه مخنيوی وکړئ چې د ولس د ازار او اذیت لامل ګرځي.
همدارنګه ټینګار شوي چې دغه ورځ باید د شکرانې د ورځې په توګه په اسلامي روحيه ونمانځل شي.

