د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي عمران افغان د یادې قونسلګرۍ د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو او په سعودي عربستان کې د مېشتو هېوادوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان قونسلګري په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو چارو ته د رسېدنې لپاره هېڅ ډول مرستې نه سپموي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې په اساس د دې قونسلګرۍ مسولین په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل کوښښونه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په جده کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ د مسولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ویلي، افغانستان او سعودي عربستان د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه ډېر دیني، تاریخي او کلتوري مشترکات لري.
نوموړي څرګنده کړې، په دې ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مسولین باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه په یاد هېواد کې مېشتو هېوادوالو ته د اړینو خدماتو د برابرولو لا زیات کوښښ وکړي.

