د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې اوسمهال په هېواد کې ۳۴ فعال اووه نیمه فعال او درې غیرې فعال امارتي شرکتونه شتون لري.
د یاد معاونیت په وینا، یادو شرکتونو تېر کال ۶۸.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او دا مهال ۳۴زره هېوادوال په کې په کار بوخت دي.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه شرکتونه د برېښنا تولید او توزیع، د ساختماني موادو تولید، کانونو استخراج، د نفتي موادو تورید او توزیع، د کیمیاوي سري او کرنیزو تخمونو تولید، د خوراکي توکو او درملو تورید او توزیع، باربرۍ او انتقالاتو، بندري خدمتونو، د پنبې پروسس او د غوړو تولید، د ګازو استخراج او تصفیه، مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو، د ارزښت لرونکو سندونو چاپ، د غنم ذخیره کولو او د هغه د مشتقاتو تولید او یوشمېر نورو برخو کې هېوادوال ته په ښه کیفیت خدمات وړاندې کوي.

