ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۳مه نېټه د هرات ولایت په کرُخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ملا عبدالغني برادر وویل، افغانان نن په داسې حال کې د خپلواکۍ څلورمه کلیزه لمانځي چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د سیاسي او اقتصادي برخو په ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې لري. د نوموړي په وینا، له همدې جملې یوه مهمه پروژه د پاشدان بند ده چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت له پاره مهمه او حیاتي وبلله او ویې ویل، په دې سره به په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغېزې راکمې او د بزګرانو ستونزې به حل شي.

نوموړي زیاته کړه: «تېر کال مې د دې پروژې د پاتې چارو د پېل پر مهال ژمنه درسره کړې وه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې چارې په ټول توان بشپړوي. له نېکه مرغه، دا دی د پاشدان بند پاتې چارې نن بشپړې شوې.»

ښاغلي برادر اخوند وویل، په تېر کې د اشغالونو له امله د هېواد اقتصاد وده نه ده کړې او د نورو هېوادونو پر مشروطو مرستو ولاړ و. خو اسلامي امارت هوډ کړی چې د هېواد اقتصادي وضعیت په رښتینې معنی پياوړی او د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي.

ښاغلي برادر اخوند وویل، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کارونو جریان ثابتوي چې اسلامي امارت په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د اقتصادي ثبات لپاره اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي.

 ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق اخیستلو هوډ نه لري. موږ غواړو چې هم خپلې اوبه په سالم ډول مدیریت کړو او هم د نورو ثابت حقوق ورکړو. د اوبو له مدیریت څخه مو موخه د خپل هېواد د اقتصاد پياوړي کول دي. په هېواد کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت کچې راټيټولو لپاره د اوبو مدیریت له اساسي کارونو څخه ګڼو.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د اوبو او کرنې سکټور تر څنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه ترسره او له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

 په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دې سترې پروژې د بشپړېدو مبارکي وویله او د اسلامي امارت له مسوولینو، د پاشدان بند له انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، کارګرانو او ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه، چې د دې بند په بشپړولو کې يې همکاري کړې ده.

د یادونې وړ ده چې پاشدان بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.