ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) په ویاړ به ټول امارتي تفریحي ځایونه په وړیا توګه د هېوادوالو پر مخ پرانیستي وي

د ریاست الوزرا عالي مقام د لارښوونې له مخې، د زمري پر ۲۴مه د افغانستان د فتحې د څلورمې کلیزې په مناسبت به په کابل کې ټول امارتي پارکونه او تفریحي ځایونه په وړیا توګه د هېوادوالو پر مخ پرانیستي وي.

د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د دې تاريخي ورځې د وياړ او درناوي لپاره ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د جمعې شپه، د جمعې ورځ د زمري (٢۴ مه) او د شنبې شپه به د کابل ولایت اړوند ټول دولتي تفريحي ځايونه د خلکو پر مخ پرته له ټکټ څخه پرانیستي وي.”

په خبرپاڼه کې له ټولو کابل مېشتو غوښتل شوي، تر څو تفریحي ځايونو ته په ورتګ سره د ازادۍ له دې رنګينو شېبو څخه خوند واخلي او دا ملي ورځ په خوښۍ او د اسلامي اصولو پر بنسټ په جشنونو سره ونمانځي. دغه‌راز د يووالي او خوښۍ احساس لا پیاوړی کړي.