د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغېزستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له لومړي وزیر عادلبیک قسیمعليیف سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د قرغېزستان له لومړي وزیر څخه د اسلامي امارت نوم له تور لېست څخه د ایستلو، په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان د ملاتړ او د اسلامي امارت پلاوي ته د یاد هېواد په اقتصادي فورم کې د ګډون د بلنې ورکولو له امله مننه او قدرداني وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د قرغېزستان ډیپلوماټیک حضور سفارت کچې ته پر لوړولو، د اوسپنې پټلۍ څخه د ملاتړ، د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړېدو او دغه راز په کابل کې د قرغیزستان د فوروم د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه په پای کې ښاغلي نورالدین عزیزي د قرغېزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړه، چې کابل ته سفر وکړي.

