ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له امریکايي اشغال څخه د آزادۍ او بشپړې فتحې د څلورمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

بسم الله الرحمن الرحیم

د مجاهدینو د بریالیتوب، له امریکايي اشغال څخه د آزادۍ او بشپړې فتحې د څلورمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت د مقام اعلامیه!

قال الله تبارک وتعالی: (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا) الفتح (۱)

وقال الله تبارک تعالی: (وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ) الصافات (۱۷۳)

وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: الحمدُ للَّهِ الَّذي صدقَ وعدَهُ ، ونصرَ عبدَهُ ، وَهَزمَ الأحزابَ وحدَهُ. الحدیث (رواه ابن ماجه)

والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین وعلی آله و اصحابه اجمعین

الحمدلله، د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د الله جلّ جلاله په نصرت سره د لویې فتحې او د امریکا او د هغوی د متحدینو له اشغال څخه د افغانستان د فتحې څلورم کال پوره شو.

په افغانستان کې د سپيڅلي شرعي نظام د راوستلو لپاره افغانانو تقريبا له ۵۰ کلونو راهیسې خورا ډېر ډېر تکلیفونه وزغمل او ډېرې زیاتې قربانۍ یې ورکړې.

افغانستان د اشغال له ختمېدو وروسته د یوه سپېڅلي شرعي نظام خاوند شو. له څو لسیزو وروسته په ټول وطن کې سراسري امن راغی، خلک مو د شرعي قوانینو په رڼا کې له فساد، ظلم، غصب، نشه‌يي توکو، غلا، چور او تالان څخه وژغورل شول. د افغانستان د آبادۍ او بیا رغېدو لپاره ښه زمینه مساعده شوه او هېوادوالو مو له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافاتو څخه نجات پیدا کړ.

دا لوی الهي نعمتونه دي، چې باید زموږ خلک یې هېر نه کړي او د فتحې د ورځې د یادونې پر مهال د الله تعالی ډېر شکر ادا کړي، ترڅو دا نعمتونه نور هم زیات شي. که خدای مه کړه د نعمتونو شکر ادا نه کړو، نا شكري يې وکړو بیا به د الله جلّ جلاله په سختو عذابونو مبتلا شو.

قال الله تعالی: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ. سورة ابراهیم ۷ ایت

همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد او د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو.

د اسلامي امارت ټولو مسولینو ته مو جدي لارښوونه ده، چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې واوسي، د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي او د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه کاروي.

د اسلامي امارت ټول مسولین باید د جهاد په لاره کې د شهیدانو کورنۍ په یاد ولري او د یتیمانو د پالنې او ساتنې یې پوره پوره خیال وساتي.

له الله تعالی څخه غواړو، چې زموږ وطن د تل لپاره په شرعي نظام آباد ولري او الله تعالی دې له هر ډول دښمنانو څخه پخپل حفظ او امان کې لري.

الله پاک دې ټول مسلمه امت ته اتحاد او اتفاق ور په برخه کړي او د فلسطین مسلمانانو ته دې الله تعالی مبینه فتحه ورنصیب کړي. آمین یا رب العلمین

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین

شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه‌الله

۲۱/۲/۱۴۴۷هـ ق

۲۴/۵/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/8/15م