ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ستردرستیز لوژستیک ریاست له لوري د سیمهییزو قطعاتو او جزوتامونو د لوژستیک ١٠٢ تنو امرینو او مدیرانو ته د ظرفيت لوړونې څلور ورځنی سمینار چې د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه(رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ کې تر سره شو تېره ورځ فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ستردرستیز لوژستیک رییس مولوي عبدالقیوم “الیاس”، د یاد پوهنتون درستیزوال مولوي عصمت الله”احمد”، قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ قوماندان مولوي عبدالناصر”بې سرحده پتنګ” او ګڼ شمیر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي عبدالقیوم”الیاس” په خپلو خبرو کې ویلي، چې لوژستیک په اسلامي اردو کې د زړه حیثیت لري او د زړه د سالم ساتلو لپاره باید هیڅ راز هڅې ونه سپموو.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې باید په ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې د لا ښه والي لپاره یو واحد لوژستیکي نظام او چوکاټ رامینځ ته شي.
همدارنګه مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

