ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق‌الله عزیزي: د افغانانو شل کلن جهاد به د تاریخ په پاڼو کې خوندي پاتې وي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ويلي، چې د افغانانو شل کلن جهاد به د تاریخ په پاڼو کې د عزت، غیرت او ایماني ثبات په نوم خوندي وي.

ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې راتلونکي نسلونه به د دې جهاد څخه د ثبات، خپلواکۍ، قربانۍ او الهي نصرت الهام اخلي.

مولوي عتیق‌الله عزیزي د زمري ۲۴مه تاریخي او ویاړلې ورځ ګڼلې او ویلي یې دي، چې په دې ورځ خدای (ج) د افغانستان فاتح او مجاهد ملت ته له سترو استکباري او اشغالګرو پوځونو سره له اوږدې مبارزې وروسته فتحه او عزت ور نصیب کړ.

د هغه په خبره، دا هغه ورځ وه چې مجاهدین په فاتحانه ګامونو کابل ته ننوتل او د اشغال تور او کرغیړن فصل پای ته ورسېد.

نوموړي دغه راز له هېوادوالو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د اسلامي نظام او د سولې له ټینګښت څخه لا ملاتړ وکړي.