ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: هېواد ته راستانه شئ، د تېر کړنو حساب له هېچا سره نه کېږي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت غونډه کې له ټولو بهر مېشتو افغانانو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.

خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني زیاته کړې، چې اوس‌مهال هېواد کې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او د تېرو کړنو حساب له هېچا سره نه کېږي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې هېڅوک د چا په حق تجاوز نه شي کولای. دغه‌راز مسول نظام موجود دی او د هر چا غوښتنو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

ښاغلي حقاني د زمري ۲۴مه د افغانانو د قربانیو پایله ګڼلې او ویلي یې دي، ازادي لوی نعمت دی او په قدر یې هغه څوک پوهېږي، چې درد او تکلیف یې لیدلی وي.

د کورنیو چارو د وزیر په خبره، د جهاد موخې د اشغال د ټغر ټولول او په افغانستان کې د اسلامي نظام راوستل وو، چې د زمري پر ۲۴مه همدا موخې ترلاسه شوې.

خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د هېچا لپاره ګواښ نه دی.