ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مه د ویاړلې فتحې ورځ په خوست، پکتیا، لوګر، پنجشېر، نورستان او سرپل ولایتونو کې ونمانځل شوه

تېره ورځ د اسلامي امارت د بریا او د امریکایي اشغال د پای ته رسېدو څلورمه کلیزه وه او په ټول هېواد کې په پراخو ولسي مراسمو ونمانځل شوه.
په پکتیا ولایت کې دغه ورځ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ګردېز ورزشي لوبغالي کې د سلګونه ګډونوالو په ګډون کې ونمانځل شوه.

د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین ویلي:”د زمري ۲۴مه د افغان ولس د عزت او خپلواکۍ ورځ ده چې د ولس او مجاهدینو په ډېرو قربانیو تر لاسه شوې او د هېواد د ابادۍ لپاره باید ترې پوره ګټه پورته شي”.

په لوګر ولایت کې دغه ورځ د پل علم ورزشي لوبغالي کې د زرګونو تنو هېوادوالو په ګډون ونمانځل شوه.
په جوړو شويو مراسمو کې د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي ويلي، چې څلور کاله وړاندې افغانانو د الله تعالی په مرسته او د مجاهدینو په سرښندنو خپلواکي تر لاسه کړه او اوس د یو واحد مرکزي حکومت تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د نورستان والي قاري زین‌العابدین عابد دغه ورځ د زرګونو شهیدانو د وینو او کړاوونو پایله بللې او له ولسونو یې غوښتي چې د خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یووالی وساتي.
ورته مهال د سرپل امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري ویلي، چې د خپلواکۍ ساتنه یوازې د ولس او مسوولینو په ګډو هڅو شونې ده او دغه د ولایت د اهل تشیع استازي سید رضا عالمي‌زاده د اسلامي امارت له نظام سره د همکارۍ ژمنه تازه کړې ده.

دې ته ورته د زمري ٢٤مه د ویاړلې فتحې ورځ په مناسبت په خوست، پنجشېر او سرپل ولایتونو کې هم زرګونه هېوادوال راټول شوي وو او دغه ورځ یې د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

په مراسمو کې د نظامي ځواکونو رسم ګذشت، د ورزشکارانو نندارې، حماسي سرودونه او د جهادي مبارزې د قربانیو یادونه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې زمري ۲۴مه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زرګونو هېوادوالو په ګډون د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه او ګډونوالو یې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ ژمنه کړې ده.