د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د عمومي عفوې فرمان وروسته له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړ شو.
تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو لاسته راوړنو ترڅنګ توانېدلی چې د اسلامي امارت د مشرتابه د عمومي عفوي تر فرمان وروسته د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې اوسنی رییس شیخ شهاب الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړ کړي، چې موخه يي هېواد ته د تېرې ادارې تللي افغان شخصیتونو او چارواکو رابلل او دلته ورته د بیا مېشتېدنې زمینه برابرول دي.
د دغه کمېسیون د مسوولینو په خبره، اسلامي امارت ټولو بېرته راستنېدونکو افغان شخصیتونو ته د خوندیتوب کارتونه ویشلي او ډاډ ورکوي، چې هيڅوک نشي کولی دوی ته په سیاسي برخه کې ستونزي جوړي کړي.
په دغه موده کې د تیرې ادارې یو شمېر راستانه شوې چارواکي وايي، د اسلامي امارت له لوري د عمومي عفوې، بنسټیزو چارو ترسره کولو او سراسري امنیت هېواد ته راګرځولي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د دغه کمېسیون له پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا یو زر او ۲۳۷ تنه د تېرې ادارې د بېلابېلو موقفونو افغان شخصیتونه د یاد کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

