د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د کابل ښار سرای شمالي وېشڅانګې له لارې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه ۲۰ زره تنو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د سرای شمالي برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګې عمومي مدیر وحیدالله وحیدي وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰۰ غوښتونکو ته، چې دې څانګې ته مراجعه کوي، خدمتونه وړاندې کېږي.
ښاغلی وحیدي زیاتوي، مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه، د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست په انګړ کې چې په سرای شمالي کمپلېکس کې موقعیت لري، د میوندبانک څانګه فعاله شوې چې د دې څانګې او یاد ریاست مراجعین پهکې له سرګردانۍ او وخت ضایعکېدو پرته خپلې بانکي تعرفې تحویلولی شي.
د یادونې وړ ده، چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګو مدیریتونو او ولایتي ریاستونو ته د تابعیت پېژندپاڼو ځینو اصلاحي صلاحیتونو په تفویض او په دې څانګو کې د میوند بانک څانګو په رامنځتهکېدو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځتهشوې دي او د وخت له ضایعکېدو پرته اړوند خدمتونه ترلاسه کولی شي.

