ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ او پوتین د اوکراین د جګړې په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د اوکراین د کشالې په اړه په الاسکا ایالت کې سره وکتل.

د راپورونو له مخې دا ناسته، چې د بندو دروازو تر شا یې شاوخوا درې ساعته دوام کړی، له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې ده.

ډونالډ ټرمپ له دې کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې خبرې اترې “رغوونکې” وې او “زیات پرمختګونه” پکې شوي دي.

ټرمپ زیاته کړې، “دوی به په اونۍ کې د زرګونه کسانو د وژل کېدو مخه ونیسي.” د نوموړي په خبره “ولسمشر ولادیمیر پوتین هم غواړي، چې زما غوندې همدې موخې ته ورسېږي.”

نوموړي دغه راز له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د روسیې او اوکراین ولسمشران به ډېر ژر د سولې هوکړې ته د رسېدلو په موخه لیدنه وکړي.

د روسیې ولسمشر هم د خبري کنفرانس پر مهال د شخړې پای ته رسولو ته لېوالتیا ښودلې او ټینګار یې کړی، چې روسیه اړتیا لري تل‌پاتې او اوږدمهاله هوکړې ته د رسېدو لپاره د جګړې اصلي لاملونه له منځه یوسي.

همدارنګه پوتین په یوه اعلامیه کې د “اوکراین د امنیت تضمین” په برخه کې د چمتووالي اعلان کړی، خو زیاته کړې یې ده، چې د روسیې ټولې اندېښنې باید په پام کې ونیول شي.