ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري مياشتي له ۱۷مې نيټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره او ۷۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۵۵ زره او ۳۹۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې اته زره او۱۲۰ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳ زره او ۹۰ ټنه او د خواف –هرات ۱۱ زره او ۱۷۸ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۷ زره او ۷۸۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۹۷ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

