ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات غوښتونکی دی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو، په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په ترڅ کې یې د اوزبیکستان له ولسمشر سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې کړي، چې له امله یې نن د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبیکستان ترمنځ څو مهم تړونونه لاسلیک شول.

دغه‌راز نوموړي له ازبیک لوري وغوښتل څو د پروژو د بشپړېدو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورته‌مهال د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف وویل، چې د اوزبیکستان ولسمشر د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات غوښتونکی دی او په همدې موخه د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 نوموړي ډاډ ورکړ چې یادې پروژې به پر وخت او د ښه کیفیت سره بشپړې کړي او ډېر ژر به له افغان شرکتونو سره عملي کار پیل کړي.

 ښاغلي محمدوف وویل، اوزبیکستان چمتو دی چې د انرژۍ، کرنې، کانونو، صنعت، روغتیا او د متخصصینو روزنې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.