د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په شتون کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رییس ملا جنت ګل اخند، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند او د «بهارمومند کارګو» شرکت ترمنځ د هوا له لارې د افغانستان د صادارتي محصولاتو د لېږد په موخه درېاړخیزه هوکړهلیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړهلیک له مخې، د «بهارمومند هوایي کارګو» شرکت مکلف دی، چې په هېواد کې د نورو هوایي کارګو شرکتونو په پرتله د صادراتي توکو د لېږد او اړوندو خدمتونو په برخه کې په ارزانه بیه اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه هوکړهلیک د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره خورا ارزښت لري، ځکه د صادراتو د زیاتوالي له لارې هېواد کولای شي خپل کورني تولیدات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته وده ورکړي او د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې هوکړهلیک له مخې به یاد شرکت په لومړي پړاو کې د هوا له لاري د افغانستان صادراتي توکو لېږد چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پیل کړي، چې له دې سره به د افغانستان د صادراتو کچه په څرګند ډول لوړه شي او هېواد ته به اقتصادي فرصتونه زیات شي.

