ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدي ځواکونو په تشکیل کې ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی

د ملي دفاع وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ د افغانستان ملي دفاع وزارت خپله دیني، ملي او تاریخي دنده بولي، چې د جیو پولټیک او جیو ستراتیژیک وضعیت او د اسلامي امارت د رهبرۍ لرلید په نظر کې نیولو سره د اسلامي اوردو جوړښت او تشکیل داسې برابر کړي، چې د هېواد څخه د ساتنې توان ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ چې په سرحدونو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره ۶۳ کنډکونه؛ په ۳۷ کمپونو، ۱۰۸ بېزونو او ۶۰۰ پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز په وینا؛ د سرحدي ځواکونو په تشکیل کې ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

قاري فصیح الدین فطرت ویلي؛ د وروستي یوه کال پر مهال د اوپراسیوني عملیاتو پایله کې اته زره او ۴۱۸ میله سپکې او ۳۱۸ میله درنې وسلې، پینځه زره او ۴۴ موټرسایکلونه، ۵۳۸ بېلابېل وسایط، یو زر او ۲۰۵ ګیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۹۱۷ کړۍ لاسي بمونه، ۸۴۱ کړۍ ماینونه، ۵۳۱ پایې مخابرې، ۴۵۳ دوربینونه او د سپکو او درنو وسلو مهمات ترلاسه شوي.

د ښاغلي فطرت په وینا، د تېر کال پر مهال د درې زره او ۶۹۳ وظیفوي الوتنو په ترڅ کې ۳۱ زره او ۴۲۴ تنه مسافر له ولایتونو څخه مرکز او له مرکز څخه ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

 د ستراتیژي او پالیسي مرستیال مولوي محمد قاسم فرسد ویلي، تېر کال کې د اسلامي ملي اردو له تعلیمي او تحصیلي موسسو، مسلکي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو څخه، د قطعاتو او جزوتامونو ۲۴ زره او ۷۷۴ تنه منسوبین فارغ شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د ۱۴۰۲ کال لپاره د دعوت او ارشاد برخه کې د یاد وزارت عمده فعالیتونه؛ د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو پلي کول، د قطعاتو او جزوتامونو د منسوبینو ترمنځ د سیرت النبي ص د سیالۍ په لار اچول، د قول اردوګانو او لواګانو په کچه د ۵۰ دیني مدرسو جوړول او ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې منصبدارانو، بریدملانو او عسکرو ته د عقیدتي او فرهنګي درسونو ورکول یاد کړي.

وزارت مسولینو د ۱۴۰۲ کال لپاره له عمده پلانونو څخه؛ د ملي اسلامي اردو د ظرفیتونو لوړول، د پالېسیو او کړنلارو بیا کتنه او اصلاح، د پوځي تجهیزاتو اکمال، د تاسیساتو او ډېپوګانو پراختیا او په زیانمنونکو سیمو کې د اوپراسیونونو تر سره کول بللي دي.