د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، تېر کال د هېواد په کچه ۴۳ زره او ۷۷۴ تنو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې او د ۲۱۶ زره او ۶۸ بېوزله کورنیو او ماشومانو ملاتړ شوی او د امارتي او خصوصي دارالایتامونو له لارې د نجونو په ګډون اته زره او ۵۷۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، تېر کال کې د هېواد په کچه ۵۲ زره او ۱۲۱ داخلي او یو زر او ۵۳۴ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له نشهيي توکو رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شوی، چې ۵۳۰ تنه رغېدلي کسان پکې په زده کړو بوخت دي.
ښاغلي ابراهیمي په وینا؛ د فني او حرفوي زدهکړو، ماشومانو پالنې او روزنې، امارتي دارالایتامونو ملاتړ، ټولنیز خوندیتوب او د کورنیو لپاره د کوچنیو کاروبار رامنځته کولو برخه کې له ۷۹ کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۴۸ مېلیونه ډالرو، ۳.۵ مېلیون یورو او ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د وزارت مسولینو د ۱۴۰۲ کال لپاره د یاد وزارت عمده پلانونو څخه؛ بېکارۍ کچې کمولو او اقتصادي ودې په موخه، بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد زمینه برابرول؛ د اسلامي امارت او بهرنیو موسسو کارکوونکو ته د جوازونو ورکول، د ماشومانو د ساتنې له ۲۲۰ شبکو څخه ملاتړ او هغوی ته پراختیا ورکول او کابل ښار کې دوه زره روغو شویو معتادینو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه براول یاد کړي دي.

