د عامې روغتیا وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د عامې ورغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ یاد وزارت د افغانستان یو له مهمو وزارتونو څخه دی، چې موخه یې ولس ته د مناسبو، عادلانه، کټورو او معیاري روغتیايي خدمتونو رسول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد په کچه د روغتیایي مرکزونو له لارې نېږدې ۸۰ مېلیونه ناروغانو ته سراپا، کابو دوه مېلیونه تنو ته داخل بستر، نېږدې ۳۰۰ زره تنو ته لوی جراحي عملیات او څه باندې یو مېلیون تنو ته د زېږون اړوند خدمتونه وړاندې شوي.
دغه راز ۶۸۶ خصوصي روغتیایي مرکزونو او شپږ زره او ۷۴۲ روغتیایي پرسونل ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د عامې ورغتیا سرپرست وزیر په وینا؛ د یاد وزارت اساسي لومړیتوبونه په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه د افغانستان روغتیايي سیستم د بدلون پروګرام پلي کول، د روغتونونو اصلاحات، د ساري ناروغیو مخنیوی، په هېواد کې د عاجلو روغتیایي ستونزو سره مبارزه، د اداري فساد په وړاندې مبارزه، ملت او اړونده ادارو ته حساب ورکول او د دندو روښانه کول دي.
ډاکټر قلندر عباد تېر کال کې د یاد وزارت ترسره شوي فعالیتونه؛ په لویو روغتونونو کې د یو شمېر اړینو څانګو رامنځته کول، ټولو روغتونونو ته د تشخیص او درملنې یو شمېر عصري وسایلو اخیستل، درې تخصصي روغتونونو کې د اکسجن تولید او سي ټي سکن دستګاوې لګول، د پولیو واکسین د ۱۲ پړاوونو پلي کول، ۱۵ مېلیونه وګړو ته د کووېډ ۱۹ واکسین تطبیق او د شري واکسین درې کمپاینونو په لار اچول یاد کړي.
دغه راز سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د هېواد په کچه د ۱۰ زره او ۳۵۷ روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره روزنیزو ورکشاپونه په جوړ شوي او د عامې روغتیا وزارت شاوخوا ۳۴۵ روغتیایي مرکزونو د ارتقا او جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
د دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څارنه، روغتیایي پرسونل ته د جوازونو ورکول، د مور او ماشوم روغتیا ته جدي پاملرنه، په مسلکي ډول د خلکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه او د ملي تخصصي او فوق تخصصي روغتونونو رامنځته کول د یاد وزارت ۱۴۰۲ کال مهم پلانونه دي.

