د عدلیې وزارت ویاند قاري برکتالله رسولي وایي، چې د مالي محاسبې قانون او د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.
نوموړی زیاتوي، چې د مالي محاسبې په قانون کې چې په دې رسمي جریده کې خپور شو تمهید، مقدمه، یو باب او ۲۰ مادې شاملې دي چې د اسلامي امارت د ادارو پر مالي چارو د تطبیق وړ دی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر د مالي چارو اداره (مرکزي مالي اداره) یې د تطبیق مسوله ده.
د ښاغلی رسولي په وینا، د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان چې ۱۶ مادې پکې شاملې دي هم په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
په دې فرمان کې د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مسئولیت، د امارتي شرکتونو د جوړولو څرنګوالی، د بودجې او مالي چارو تنظیمول، نظارت او د دغو شرکتونو اړوند نور مسایل مشخص شوي دي.

