ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا له والي سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا له والي ملا عبدالخالق عابد سره وکتل.

ملا عبدالخالق عابد له محترم وزیر سره له ګاونډیو هېوادونو پکتیکا ولایت ته د ورستنو شویو کډوالو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي یې دي، هغه راستانه شوي چې د ثبت پاڼې نه لري بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ښاغلي عابد په خبره، تر دې دمه له راستنو شوو سره ځينې مرستې شوې، خو بسنه نه کوي او خوراکي توکو او سرپنا ته اړتیا لري.

ښاغلي والي د خپلو خبرو پر دوام، په پکتیکا کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه خپل نظرونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي او همدارنګه د راستنو شویو د ستونزو حل او د هغوی د لاس‌نیوي په موخه یې وړاندېزونه د وزارت مقام ته سپارلي دي.

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا والي ته ښه راغلاست ویلی او د راستنو شویو د ستونزو د حل او لاس‌نیوي په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایلې دي.

نوموړي شویو وړاندېزونو ته په اشارې سره ویلي، چې په ولایتونو کې د کډوالو اړوند هره چاره له ولایت سره په همغږۍ مخکې ځي او د اغېزمن کار لپاره باید د اصولو عملي کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.

مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې په پکتیکا کې د راستنو شویو ستونزو د حل په موخه به د کډوالو له عالي کمېسیون سره په همغږۍ لاس په کار شي.