د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت دا ځل یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نشي کولای.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت ژمن دی په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړي او هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
ملا عبدالحق وثیق دغهراز ویلي، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.
د استخباراتو لوی رییس له یوه امیر څخه اطاعت او یووالی د اسلامي امارت د بریا او فتحې راز ګڼلی دی.
ملا عبدالحق وثیق ټینګار کړی، چې خپلواکي يوازې د يوې ځمکې يا جغرافيې ساتنه نه ده، بلکې د يوې جغرافيې د کلتور او ثقافت ساتنه او اصلاح هم ده.

