ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې بد نیت نه لري

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې بد نیت نه لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان باید د تېر په څېر د سترو قدرتونو د جګړې په ډګر بدل نه شي.

د ملي دفاع د وزیر په خبره، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې د ښو اړیکو پالیسي لري.

ښاغلي مجاهد د خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد هر وګړی باید د خپلواکۍ ساتنې په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد افغانستان د ټولو ګډ کور یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټولو قشرونو ته په یوه سترګه کتل کېږي.

دغه‌راز افغانستان اوس پياوړې اردو لري، چې نه په فکري او نه په مالي توګه د بل تر اغیز لاندې ده.

ښاغلي مجاهد له هېوادوالو غوښتي، چې له خپل ملي پوځ سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان اسلامي ملي اردو به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې هېواد بیاځلې ناامنه کړي.

د ملي دفاع وزیر ټینګار کړی، هغو کسانو ته هېڅکله اجازه ورنه کړل شي، چې د بل په اراده د هېواد، نظام او شته لاسته‌راوړنو د ناکامۍ لپاره هڅې کوي.

دغه‌راز د افغانانو په منځ کې نفاق اچوونکي کسان باید وپېژندل شي او د هغوی د دسیسو ښکار نه شو.

مولوي محمد یعقوب مجاهد په ټینګار سره ویلي، چې دلته اسلاميت او افغانیت مطرح دی او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.