ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بې کیفیته او غیر قانوني درملو واردولو او قاچاق د مخنیوي کړنلاره منظور شوې

په مرمرینه ماڼۍ کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون نوبتي ناسته کړې.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې؛ چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ او اقتصاد وزارت په سکرتریت دې، د اقتصادي کمېسیون له غړیو وزارتونو او ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه او د ټولو امارتي ادارو کړنلارو او پلانونو ته په کتو دې د یادې ستراتیژۍ مسوده نهایي او د منظورۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت استازي په ګډون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د کجکي بند اړوند د استملاک شویو ځمکو د چارو عملي کېدو، د پاتې ځمکو استملاک او د بند په کاسه کې د رسوباتو پاکولو د امکاناتو ارزونې په موخه دې سیمې ته سفر وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د افغانستان بانک په مشرۍ د مالیې او کانونو او پټرولیم وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د زرګرانو اتحادیې له استازو سره په ګډه له هېواد څخه د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په موخه هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.

د غونډې په پای کې د بې کیفیته او غیر قانوني درملو د واردولو او قاچاق د مخنیوي کړنلاره منظور شوې.

 د یادې کړنلارې د پلي کولو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مرستیالانو په کچه یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې کړنلاره له منظورۍ وروسته پلې کړي.