ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې تر دې مهاله نږدې ۱۹ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي

د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکټوبر راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ زره او ۸۸۵ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) هم پرون سې‌شنبه ویلي، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره هېڅ ځای خوندي نه دی. یادې ادارې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د کلابندۍ له امله لوږه په چټکۍ سره خپرېږي او اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې، په تېرو پينځو میاشتو کې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو په یو اړخیز ډول اوربند مات کړ او بیا یې بریدونه پيل کړل، هره میاشت په منځني ډول له ۵۴۰ ډېر فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون سې‌شنبه یې ۵۱ فلسطینیان شهیدان کړي، چې ۸ یې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د مې میاشتې په وروستیو کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ له جوړېدو راهیسې د مرستو د وېش په مرکزونو کې مرستو ته په تمه نږدې دوه زره فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۲ زره او ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۵۶ زره او ۵۷۳ نور ټپيان شوي دي.