نن په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار تر منځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو او سترو پروژو، کډوالو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
په پیل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.
ښاغلي متقي له پاکستاني پلاوي غوښتي، چې په دې برخو کې دې د ستونزو د هواري او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، تر څو هلته د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
محمد اسحاق ډار ویلي، چې حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې کړې، چې په یادو برخو کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د دواړو لوریو تر منځ په همغږۍ، ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیاتوالي او اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو پر چټک لېږد او د سوداګرۍ او ترانزیټ پر ودې هم خبرې شوې دي.

