د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګيي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د امنیت، د نشهيي توکو پر ضد مبارزې، د سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د ګډو پولو د امنیت، د سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللې او چین یې داسې ګاونډی یاد کړی، چې تل یې له افغانستان سره نېک تعامل ساتلی دی.
همدارنګه چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګيي ویلي، زموږ او د افغانستان اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري.

