د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندانۍ اړوند د لوګر ولایت د شکار کلا له روزنیزې قومندانۍ څخه «۹۰» تنه د ځانګړو ځواکونو سرتېري له څو میاشتو مسلکي دورې وروسته په بریالیتوب فارغ شول.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې موده کې یادو سرتېرو د ځمکنیو تخنیکونو او هاوان کارونې عملي او نظري زدهکړې ترلاسه کړې.
د فراغت په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور»، د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مولوي محمدامین جان «فتحالله» او ګڼو مسولینوګډون کړی و.
ویناوالو فارغینو ته د زړه له کومې مبارکي وویله، هغوی یې د تقوا، نظم، اخلاص او د اسلامي نظام د ارزښتونو ساتنې ته وهڅول او د هېواد د امنیت او د خلکو د دفاع په برخه کې یې د دوی رول مهم وباله.
دغهراز د مراسمو په پای کې، فارغ شویو سرتېرو خپلې نظامي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې او بريلیکونه ورکړل شول.

