د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او اووه تنه ټپيان شوي، په کابل کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی او د افغانستان د احتجاجليک يې ور سپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې ګڼي.
یاد وزارت زياته کړې، همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسوولیته کړنې حتما خپل عواقب لري.

