ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ د کډوالو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې په ياد ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، په کونړ کې د کور اوښار جوړولو ریاست رییس مولوي نبی الله طلحه او نورو اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې پروژې  چارې باید له کیفیته ډاډمن او پر ټاکلي مهال بشپړ شي، څو د کډوالو لپاره مناسب استوګن ځای برابر شي.

ښاغلي حقاني له مسوولینو سره د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې د شرایطو ښه کولو ته ژمن دی او د کور او ښار جوړولو وزارت به د ښارګوټو جوړولو ته جدي پاملرنه کوي.

کونړ کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نبی الله طلحه وایي، دغه ښارګوټی په ۳۷۴ جریبه امارتي ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۳۸۲ استوګنیزې نمرې په منظمه نقشه وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په دغه ښارګوټي کې، عمومي او فرعي سړکونه د ۱۲.۵ مترو په عرض سره جوړېږي، څو اوسېدونکو ته د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د څښاک اوبو لپاره د څاه‌ګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو سیستم برابرول، او د فاضله اوبو د مدیریت لپاره بنسټیز اقدامات نور هغه څه دي چې په روانو چارو کې شامل دي.