ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او بېرته او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ناروې د بشري مرستو ادارې له رییس سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنيدنکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ناروې د بشري مرستو رییس اریک ابیلد او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو او د هېواد په ختیځ کې د زلزلې د زیانمنو شویو پر وضعیت او د مرستو پر ډېروالي خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د ناروې سفارت سلاکار وویل، چې ناروې د افغانستان پخوانی دوست هېواد دی.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینک شوی دي او په ډاډه زړه مو د افغانستان له طبیعي منظرو څخه خوند واخیست.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت څلور کلن مزل ډېر بریالی په دې و، چې دوی د خپلو وګړو سره په هره طبیعي او غیر طبیعي برخه کې اوږه پر اوږه روان و.

دغه‌راز نوموړي د اسلام قلعه او په ختیځ کې د زلزلې یادونه وکړه، چې د امارت چارواکو او خیریه بنسټونو په دې برخه کې له ځپلو سره اوږه پر اوږه ولاړ و او په هر حالت کې یې د هغوی لاسنوی وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې موږ تر اسلام قلعه لاړو، خو دې مسلې ډېر حیران کړو، چې د امارتي ادارو د خپلو راستنېدونکو ډېره ښه پلنه کوله.

هغه د کونړ د زلزلې په اړه خواشنیني څرګنده کړه او د امارت د هڅو ستاینه یې وکړه.

د غونډې په جریان کې د ناروې د بشري مرستو رییس اریک ابیلد وویل: دا ډېره هیښوونکې وه، چې د کونړ د زلزلې ځپلو سره د امارت چارواکي په یوه ټغر ناست و او د کاغذ پرانۍ او بیو کراسۍ پرته یې په بېړنۍ توګه د هغوی لاسنوی وکړ.

نوموړي زیاته کړه، همدا ډول په اسلام قلعه کې موږ ولیدل، چې چارواکي د خپلو کډوالو د پالنې په موخه له هغوی سره اوږه پر اوږه ولاړ دي.

ښاغلي ابیلد وویل، ناروې د خپلو شریکانو او خیر بنسټونو له لارې د افغانانو سره ۵۸ میلیونه ډالرو مرسته کړې او د نورو مرستو پر موخه به هم اقدام وکړي.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړ، جې د ناروې وکړي له افغانانو سره متحد دی او په سختو شرایطو کې به یې یوازې نه پریږدي.

مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د دوی د ډاډ او د مرستو د دوام او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، چې شاوخوا په ۶ میاشتو کې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه څه باندې ۱۶ لکه افغانان په زوره را ایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، موږ د خدای تعالی (ج) پر وړاندې د خپلو ولسونو د پالنې په برخه کې مسوول یو او له زموږ څخه پوښتنه کیږي، نو په همدې اساس به د خپلو ولسونو په پالنه کې هیڅ وخت بغوري ونه کړو.

شیخ کلیم الرحمن فاني وویل، دا ډېره خواشینونکې ده، چې زموږ افغان کډوالو په کوربه هېوادونو کې په خپل همت ښه ژوند د ځان لپاره مهیا کړی و، مګر یو ناڅاپه او په زوره اېستنه د دې باعث شوه، چې د دوی ژوند بېرته له صفر څخه شروع کړي، چې دا ډير سخت حالت دی.

نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې دوی سره د د سرپنا، روغتیا، زده کړو او نورو اړینو برخو کې مرستې وشي.

دغه‌راز په پای کې دواړو لوریو د کډو همکاریو په اړه ډاډ څرګند کړ.