د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د روسیې ولادیوستوک ښار ته د خپل سفر پر مهال له افغان محصلینو سره ځانګړې ناسته او خبرې وکړې.
نوموړي د علم او زدهکړې پر ارزښت ټینګار وکړ او محصلینو ته یې وویل، چې زدهکړه باید له اخلاقو او صداقت سره مل وي.
دغهراز نوموړي غوښتنه وکړه، چې محصلین دې هیڅ وخت خپل عمر بې ځایه ضایع نه کړي او د افغان ولس په وړاندې دې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
ښاغلي خالص په دې ناسته کې د افغانستان د سفیر ګډون د اسلامي امارت د ژمنتیا نښه وبلله، چې له خپلو وګړو په بهر کې ملاتړ کوي او پرته له تبعیض ټولو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړه، افغان ځوانان باید د کوربه هېواد له تجربو او علمي پرمختګونو څخه د افغانستان د ګټې لپاره کار واخلي، نه دا چې د بهرنیو ټولنو له فرهنګونو اغېزمن شي.
مولوي مطیعالحق خالص وویل: «افغانستان په ځانګړي ډول مسلکي ډاکترانو او متخصصینو ته اړتیا لري او تاسو محصلین د دې ملت راتلونکي جوړوونکي یاست.
نوموړي محصلین وهڅول چې له تحصیلي اسانتیاوو او لابراتوارونو بشپړه ګټه واخلي، خپلې زدهکړې تر دوکتورا پورې ورسوي او د هېواد د پرمختګ لپاره یې وکاروي.
همدارنګه په ناسته کې د محصلینو په استازیتوب یو تن خپلې شته ستونزې له ښاغلي خالص سره شریکې کړې.

