پکتیا کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې او د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو نورو چارې پيل شوې.
دا پروژې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور، سیمهییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د اوبو او انرژي وزیر د یادو پروژو د ارزښت په هکله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په راتلونکې کې به په هېواد کې د ۲۷ بندونو د جوړولو چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو پر بنسټ به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او لسګونه جریبه ځمکه او استوګنیز کورونه به د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

