ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد  ځوان نسل سالمه روزنه زموږ مسولیت دی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسولینو سره غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې د کندهار پوهنتون رییس او مشرتابه پلاوي، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون له مسولینو سره په خبرو کې ویلي، چې د هېواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسو مسولیت دی او په دې ډګر کې لا ډېر کار او هڅو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت او لوړو زده کړو وزارت رهبري هېواد کې د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

شیخ نداء محمد ندیم د کندهار پوهنتون مسولینو ته د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وروسته د کندهار پوهنتون مسولینو د دې پوهنتون فعاليتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه وړاندې کړي او په اکاډميکو او اداري برخو کې یې د تشکيل زیاتېدو، د کندهار پوهنتون لپاره د ماسټرۍ برنامو رامنځ ته کول، د پوهنتون د زرغونتیا لپاره د عوایدو ځانګړي کول، په پوهنتون کې د مسجد بیا ترمیم او د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو لپاره د بورسونو ورکولو غوښتنې کړې دي.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې برخو کې د همکاري ژمنه ورسره کړې ده.