ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بوټې ژغورنې ادارې له چاراکو سره د کرنې وزارت تخنیکی ټیم لیدنه

ایران ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس او تخنیکي سلاکار د ایران هېواد د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره لیدنه کړې.

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه، تخنیکي ټیم د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس او د مقام سلاکار په شتون کې د ایران د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره د تخنیکي خبرو اترو تر سره کولو په موخه لیدنه کړې.

د ایران د بوټې ژغورنې چارواکو د افاتو او ناروغیو د کنټرول په موخه د لابراتوارونو  فعالول، د عضوی سرو جوړلول، د صحرایي ملخانو ګډ کنترول، د قرنطین سټیشنونو معیاري کول، د قرنطین د څانګې د انلاین سندونو سیسټم فعالول، د کرنیزو درملو او کیمیاوی سرو د واردولو او صادرولو د کارمندانو په وړتیا لوړولو او نورو تخنیکي څانګو کې د کرنې وزارت له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو ته به په یادو برخو کې لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیز کورسونه برابر کړي.

د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې رییس عتیق الله مسلم  د کرنیزو محصولاتو د روغتیا په بېلابېلو تخنیکي برخو د بحث په ترڅ کې د ایران د بوټې ژغورنې له مسوولینو څخه غوښتي، چې د لابراتوارونو د تجهیزاتو او تاسیساتو په ترمیم کې همکاري وکړي.

دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت تخنيکي ټيم د ایران هېواد د چمتووالي هرکلى کړی او ډاډ يې ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په چوکاټ کې د ايران او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.