د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د ازموینو ملي ادارې د لوی ریيس شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني د ليکلي اثر (السیاسة و الادارة في الاسلام) مخکتنه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي، شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار دوکتور فاروق اعظم د ګڼو امارتي ادارو مسولينو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.
په پيل کې د عامه کتابتونونو ریيس دوکتور رفيع الله صميم دا غونډه د ویاړ او خوښۍ وړ بللې، چې د داسې حقاني علماوو د کتابونو د مخکتنې فرصت په لاس ورغلی دی.
وروسته مولوي کريم الله مخلص د شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني د ژوند، زدهکړو، تدريس، ليکوالۍ، مسوليتونو او جهاد په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړي دي.
مولوي عتیق الله عزيزي ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې د امت په کچه د جید او محقق عالم د قيمتي اثر د مخکتنې په غونډه کې راټول یو.
نوموړي زیاته کړې، ټول مسلمه امت ته د ویاړ ځای دی، چې دا ډول علماء لري.
د ښاغلي عزیزي په خبره، حقاني صاحب د علمیت سره سره بېسارې جهادي سابقه هم لري او د اسلامي امارت د موسسينو له ډلې څخه دی او دا خلک اوسمهال د ګوتو په شمېر پاتې دي.
د دې تر څنګ امارتي مسولينو، د پوهنتون استادانو او ليکوالانو د ښاغلي حقاني په ژوند، علميت، جهاد او تالیفاتو تفصيلي ویناوې کړې دي.
په پای کې شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسولينو مننه کړې او ویلي يې دي، چې د دې غونډې پر اساس مې زغم لا پياوړی شو.
نوموړي زیاته کړې، له شوروي سره د جهاد له مرحلې دا موضوع راته احساس شوې وه، چې د ولس د چوپړ کولو په اړه زدهکړې اړینې دي، ځکه مې له يوې اوږدې او هر اړخيزې څېړنې وروسته دا کتاب بشپړ کړ.
د ښاغلي حقاني په خبره، په کتاب کې د اسلامي حکومتولۍ داسې نقشه وړاندې شوې، چې په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د پلي کېدو وړ ده.

