ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د چاپان له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې؛ اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی

د کډوالو او  بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي کورومايا د خپل ماموریت پر مهاله د اسلامي امارت او د راستنېدونکو چارو د وزیر لخوا د ورسره شوې همکارۍ او لیدنو له امله مننه وکړه.

د جاپان سفیر په افغانستان کې د سولې او ثبات ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د رسمي معلوماتو پر بنسټ د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دي او تمه ده چې لاپرمختګ وکړي.

نوموړي د کابل او توکیو اوږدو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې جاپان په تېرو څلورو کلونو کې په میلیونونه ډالرو بشري مرستې افغانانو ته رسولې دي او همدارنګه د ژمي له رارسېدو وړاندې به د اړمنو افغانانو لاس نیوی وشي.

تاکايوشي کورومايا د مخدره توکو، اداري فساد او مفسدو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې نړۍ او اسلامي امارت باید په ګډه د اوسني افغان حکومت رسمیت پيژندنې ته کار وکړي.

دغه‌راز نوموړي د خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې د جاپان حکومت به په افغانستان کې یو شمېر ټولګټې پروژې پر مخ یوسي.

مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په کابل کې یې د ښاغلي کورومايا ماموریت بریالی یاد کړ او همدارنګه له افغانانو سره د جاپان د حکومت له مرستو یې مننه وکړه.

ښاغلي وزیر څرګنده، چې اسلامي امارت ته ګڼې ننګونې په میراث ورپاتې دي خو بیا هم افغان حکومت توانیدلی، چې خپلې چارې په اغېزمن ډول ترسره کړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او اسلامي نظام په تېرو څلورو کلونو کې خپلې ژمنې عملي کړې دي.